په نايجېريا کې د ۱۱ کسانو برمته کېدو پېښه؛ يوه حامله ښځه او ماشومان هم شامل دي

په نايجېريا کې د کوارا ایالت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې لږ تر لږه ۱۱ کسان، چې یوه حامله ښځه او څو ماشومان هم پکې شامل دي، د وسله والو کسانو لهخوا تښتول شوي دي. دا پېښه د دې هیواد په مرکزي ـ شمالي برخه کې د اکیتي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۳۰ بریدګرو د دوشنبې په شپه پر دې سیمه وسلهوال برید وکړ، له نامنظمې ډزو وروسته یې یاده کسان برمته کړل او له ځنګلي لارو یې له ځان سره یووړل.
دا تښتونه یوازې یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته کېږي چې ۳۸ نور کسان خوشې شول؛ دغه کسان تېرې اوونۍ د ایروکو په سیمه کې د کلیسا د مراسمو له ځایه تښتول شوي وو. په دغه برید کې هم یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
له دغې پېښې وروسته، د ایسابا په ګډون شاوخوا سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. هممهاله، امنیتي ځواکونه د سیمه ییزو رضاکارو ډلو په همکارۍ، د برمته شویو کسانو د موندنې او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
د زیاتېدونکو تاوتریخوالو پر وړاندې د غبرګون په توګه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که پر مذهبي لږکیو، په ځانګړي ډول پر مسیحیانو بریدونه دوام ومومي، نو امریکا به د خپلو سرتېرو لېږل نایجېریا ته و ارزوي. ټرمپ د نایجېریا اوسنی وضعیت «ډلهيیزه وژنه» بللې او دا هېواد یې د «سختو اندېښنو وړ هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړی دی.
خو د نایجېریا حکومت د مسیحیانو د وژنو رپوټونه رد کړي دي، او ویلي یې دي چې دا هېواد د مذهبي آزاديو پر وړاندې ژمن دی.
یاده دې وي چې نایجېریا د افریقا په لوېدیځ کې پروت هېواد دی، چې د دې وچه تر ټولو ډېر وګړي لري، او په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو ډلو د پرلهپسې بریدونو شاهد پاتې شوی دی، یو وضعیت چې تل د نړیوالو اندېښنه راپارولې ده.




