رحمتالله نبیل: له پاکستان سره مخالفت د طالبانو ملاتړ نهدی

رحمتالله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو تاوتریخوالی په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خلک کولای شي د پاکستان پوځي مداخلې او تېری وغندي، خو طالبان یو نامشروع، پاشل شوی او د بهرنیانو تر اغېز لاندې حکومت وپېژني.
ښاغلی نبیل ټینګار کوي چې د پاکستان د څو لسیزو یرغل پر وړاندې درېدل باید هېڅکله هم د طالبانو د ملاتړ یا تایید معنی و نه لري.
نبیل وویل چې طالبان له پاکستاني استخباراتو سره اوږدمهالې او پټې اړیکې لري، او شته اسناد او شواهد ښيي چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې، طالبان او د پاکستان پوځ استخباراتي اداره (آیاېسآی) پټې معاملې درلودې.
نوموړي طالبانو ته وویل: که دوی په رښتیا له پاکستان سره هیڅ پټه هوکړه نه لري، نو دې ډلې کې دې یو مشر قسم وخوري چې دا مهال ۱۸۰ طالب جنګیالي د کراچۍ او ۱۴۰ نور د کویټې په روغتونونو کې بستر نه دي.
نبیل زیاته کړه چې طالبان په کراچۍ او کویټه ښارونو کې فعال مېلمستونونه لري، او ادعا یې وکړه چې د دغو تاسیساتو مالي تمویل او د ټپیانو درملنه د پاکستان د استخباراتي شبکې “S” څانګې له خوا ترسره کېږي، چې شاوخوا ۱۵۰ زره امریکايي ډالر (۴۰۰ لکه پاکستاني کلدارې) یې د طالبانو استازي ته د کویټې ښار کې لېږدول شوي.
د نوموړي په وینا، تر هغه چې طالبان د ښځو د حقونو محدودو، د خلکو د برخلیک ټاکلو د واک محرومولو او بشري حقونو سرغړونو اړوند پوښتنو ته واضحه ځواب ور نه کړي، له پاکستان سره مخالفت باید د طالبانو په ګټه حساب نهشي.
رحمتالله نبیل په پای کې وویل، د افغانستان خلک هم بهرنی مداخله کوونکی پېژني او هم کورنی ورانوونکی، او دواړه مشروعیت نه لري.




