ټولنه‌یزمهم خبرونه

ریچارد بنت له نړیوالې ټولنې د افغانستان ملاتړ وغوښت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنت، له قطر څخه تر نړیوالو بنسټونو پورې د خپلو لیدنو په پای کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت بحراني دی او که نړیواله ټولنه منظم ملاتړ ونه‌کړي، دا وضعیت به لا ډېر خراب شي.

هغه د دې سفر پر مهال چې د دسمبر له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې ترسره شو، د قطري چارواکو، افغان مدني فعالانو او د نړیوالې ټولنې استازو سره د افغانستان د بشري حقونو پر بحراني وضعیت خبرې وکړې.

بنت د قطر د ښوونې، روغتیا، بشري مرستو او د فقر کمولو په برخو کې د هڅو مننه وکړه او ویې‌ویل چې دغه هېواد کولی شي د افغانستان د ټول‌شموله سولې په ترلاسه‌کولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه چې قطري چارواکي هم د طالبانو له خوا د ځانګړو خصوصاً پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو له امله ژوره اندېښنه لري. ده ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل باید د بشري حقونو له اصولو سره جدي ژمنتیا ولري او باید د ښځو او د تاوتریخوالي د قربانیانو غږ واورېدل شي.

د «د جنسیتي تاوتریخوالي پر ضد د شپاړس ورځنۍ مبارزې» د نړیوال کمپاین له پیل سره سم، ریچارد بنت وویل چې افغانستان د ښځو پر ضد د جوړښتي تاوتریخوالي څرګند مثال دی؛ یو هېواد چې ښځې پکې په قصدي او سیستماتیک ډول له اساسي حقونو لکه زده‌کړې، کار، عدالت او روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې شوې دي.

هغه د ښځو پر ضد د نویو تاوتریخوالو له راپورونو، چې یوه بېلګه یې په کابل کې د یوې نوې ناوې مشکوکه مړینه ده، ژوره اندېښنه وښوده او د یو عاجل، شفاف او خپلواک تحقیق غوښتنه یې وکړه.

بنت همدارنګه په خوست ولایت کې د طالبانو له لوري د عام محضر په وړاندې د یوې اعدام د پلي کېدو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې دا عمل «تاوتریخوونکی، غیرانساني او سپکونکی» و. هغه زیاتوي چې د ماشومانو کارونه او شاهد ګرځول په دې ډول پېښو کې هېڅ ډول توجیه نه لري.

نوموړي د افغان مهاجرو له ګاونډیو او ځینو اروپایي هېوادونو د جبري ایستنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، ویې‌ویل چې میلیونه خلک له چمتووالي پرته بېرته افغانستان ته ستانه شوي او له جدي خطرونو سره، په ځانګړي ډول ښځو، د نیونې، بې‌کارۍ او تهدید له خطر سره مخ دي.

بنت له هېوادونو وغوښتل چې د مهاجرو د نه‌اخراج نړیوال اصل ته وفادار پاتې شي او له جبري اخراج څخه ډډه وکړي. د ده په وینا، د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو د برنامو کمښت، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د منلو د پروسې بندېدل له خواوېلو کورنیو سره جدي خطر رامنځته کړی.

د دې سفر په بله برخه کې، بنت د غزني ولایت له هزاره قوم ځینو کورنیو سره هم کتلي، چې وېره لري له محکمو د صادر شویو فیصلو له امله خپلې کورونه له لاسه ورکړي. ریچارد بنت ټینګار وکړ چې باید دا کورنۍ د عادلانه محاکمې او قانوني خدمتونو ته لاسرسی ولري.

په پای کې، ریچارد بنت وویل، هغه افغانان چې له دوی سره یې خبرې کړي، که څه هم له ګواښونو او خطرونو سره مخ دي، خو د انساني کرامت او بشري حقونو د ساتنې لپاره مبارزه کوي. نوموړي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه مسؤولیت لري له دغو خلکو سره ودریږي او هغوی یوازې پرېنږدي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button