سياستمهم خبرونه

یوناما: زموږ موخه افغانستان بېرته نړیوالې ټولنې ته ورګرځول دي

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر سرپرستې جورجت ګانیون ویلي، چې د دې ادارې اصلي تمرکز دا دی چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال نظام برخه شي او خپلو نړیوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي. نوموړې دا څرګندونې د دوحې فورم په څنډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان باید د ثبات، پرمختګ او د ټولو وګړیو د بې‌تبعیضه حقونو پر لور حرکت وکړي.

ګانیون د دوحې ناسته د طالبانو د ادارې او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو لپاره مهم فرصت وباله او ویې ویل، دا ناسته کولی شي د متقابل تفاهم، خبرو او د موجوده ننګونو د ګډو حل لارو زمینه برابره کړي. نوموړې د ملګرو ملتونو د منځګړي رول په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل چې یوناما په تیرو میاشتو کې پر دې تمرکز کړی چې بشري مرستې همغږې کړي او د افغانستان د پرمختیایي پروګرامونو ملاتړ وکړي.

هغې له طالب چارواکو سره جلا لیدنو کې، د بشري بحران، چې د افغانستان او پاکستان د پولو بندېدو له امله رامنځته شوی، او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وضعیت په اړه خبرې کړې. دا لیدنې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر، امیرخان متقي، سره هم شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیواله ټولنه لاهم د طالبانو اداره رسمیت نه ده پېژندلې، او د دوحې فورم د طالبانو او نړۍ د تعامل له نادر رسمي مسیرونو نه ګڼل کېږي. سږنۍ ناسته د دسمبر له شپږمې تر اتمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې چې د ۱۶۰ هېوادونو استازو، په شمول د طالبانو د چارواکو، پکې برخه اخیستې او د افغانستان وضعیت د بحث محور ګرځېدلی.

د ناستې په څنډه کې د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني وویل، هېواد یې هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره کار وکړي. نوموړي څرګنده کړه چې په افغانستان او ورته هېوادونو کې د پایداره ثبات لپاره د فراگیر سیاسي مشارکت او صادقانه خبرو اترو اړتیا ده. د قطر لومړي وزیر زیاته کړه چې دوحې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو لومړۍ دوره کوربتوب کړې، چې دواړو لوریو پکې پر لنډمهاله اوربند توافق کړی و.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټینګار کوي، ګڼ شمېر شنونکي باوري دي چې تر هغه چې طالبان له واک انحصار، پر ښځو محدودیتونو او د مخالفو غږونو له ځپلو لاس وانخلي، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په بشپړ ډول ورګډېدل به ناشوني وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button