طالبان د تاجیکستان سره د اړیکو د پراخولو هیله څرګنده کړه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د تاجیکستان له لوړپوړو چارواکو سره د کتنې پر مهال ویلي چې دغه اداره غواړي له تاجیکستان سره خپلې دوهاړخیزې اړیکې پراخې کړي. د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سیاسي خبرو، اقتصادي همکارۍ او دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
متقی په دې کتنه کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو یادونه کړې او هیلهیې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په نږدې راتلونکي کې لا زیاتې شي. هغه تاجیکستان د ورور او ګاونډي هېواد په توګه یاد کړی چې د نوموړي په وینا، د طالبانو ادارې لپاره یو باوري شریک کیدای شي.
که څه هم د طالبانو د چارواکو شعارونه ښې ګاونډیزې اړیکې ښيي، خو د نړیوالې مشروعیت نشتوالی، د بشري حقونو سرغړونې او د هېواد دننه د ازادیو محدودیتونه هغه خنډونه دي چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د واقعي همکاریو پراختیا له ستونزو سره مخ کوي.
د غونډې په بله برخه کې د تاجیکستان پلاوي هم د همکارۍ د پراخېدو لپاره خپل جدي عزم څرګند کړی او پر تجربو د تبادلې او بېلابېلو برخو کې پر ګډو پانګونو ټینګار کړی دی. دواړو خواوو ژمنه کړې چې خبرې او دوه اړخیز سفرونه به دوام ومومي.
دغه هڅې داسې مهال کېږي چې د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې پخوا وختونو کې له کړکېچونو سره ملې وې او د طالبانو ځیني کورني سیاستونه د تاجیک چارواکو له خوا له غبرګون سره مخ شوي وو.




